ملګري ملتونه 26 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د قرآن پاک د بے حرمتۍ پېښو ، د كركې خپرونكو تقريرونو په مقدس ځايونو او مذهبی علامتونو د بريدونو مخنيوي او غندنې له د پاكستان په مرسته په مراكش كښې وړاندې كړې شوې قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ مراكش د پاكستان په مرسته دا قرارداد وړاندے كړے دے كوم چې 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ منظور …
په ملګرو ملتونو كښې په مذهبی علامتونو، مقدس کتابونو د بريدونو د غندنې قرارداد منظور كړے شو
ملګري ملتونه 26 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د قرآن پاک د بے حرمتۍ پېښو ، د كركې خپرونكو تقريرونو په مقدس ځايونو او مذهبی علامتونو د بريدونو مخنيوي او غندنې له د پاكستان په مرسته په مراكش كښې وړاندې كړې شوې قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ مراكش د پاكستان په مرسته دا قرارداد وړاندے كړے دے كوم چې 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ منظور کړو۔ سفارت کارو ووئيل پاکستان د سعودي ٬ اردون او مصر په ملاتړ دا قرارداد وړاندے كړو چې مقصد ئې د مذهبی ځايونو ، نښو او مقدس کتابونو تقدس په ځائې ساتل دي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې د مذهب یا عقیدے په بنیاد د تشدد ټولو كاروائيو سره سره د مذهبی علاماتو، مقدس کتابونو، كورونو ، کاروبارونو، جائیدادونو، سکولونو، ثقافتی مرکزونو يا ځايونو په ضد كوم ډول کارروايي هم د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ سپېن په دې پېراګراف كښې بدلون وكړو په كوم كښې چې د نړيوال قانون خلاف ورزۍ كښې د وئيلې شويو تګو د حذف كولو ووئيلې شوو٬د دې ترميم په مخالفت كښې 62 او په حق كښې 44 رايې رامخې ته شوې ٬ بلخوا 24 غړو د رايو شمېرې عمل كښې برخه وانخسته۔











