جدہ۔24جولائی(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) جنرل سېکرټرېټ د قابض اسرائيلي ځواكونو د لاسه د 2 فلسطيني ځوانانو د شهيد كېدو پېښې غندنه كړې ده۔ د فلسطيني خبري اژانس له مخې د او آئي سي جنرل سېكرټرېټ د اسرائيلي ځواكونو د فلسطيني ځوان فوزی هانی مخلفه او محمد البید په دوه بېلا بېلو پېښو كښې د شهيد كولو پېښو غندنه كړې ده۔ او آئی سی دا …
او آئي سي د اسرائيلي ځواكونو د 2 فلسطيني ځوانانو شهيد كولو پېښه وغندله
جدہ۔24جولائی(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) جنرل سېکرټرېټ د قابض اسرائيلي ځواكونو د لاسه د 2 فلسطيني ځوانانو د شهيد كېدو پېښې غندنه كړې ده۔ د فلسطيني خبري اژانس له مخې د او آئي سي جنرل سېكرټرېټ د اسرائيلي ځواكونو د فلسطيني ځوان فوزی هانی مخلفه او محمد البید په دوه بېلا بېلو پېښو كښې د شهيد كولو پېښو غندنه كړې ده۔ او آئی سی دا جرمونه د اسرائيلي ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو كښې رامخې ته شوې زياتولې ګرځولو سره د دې فوري پلټنيو غوښتنه كړې ده۔ او آئي سي نړيوالۍ ورورولۍ څخه دا هم غوښتنه كړې چې هغه دې د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي ځواكونو لخوا د روانو جرمونو مخنيوي له خپله ذمه واري تر سره كري۔











