جدہ ۔24جولائی(اے پی پی)د سعودي عربستان جيوپوليټيكل تجزيه كار سلمان الانصاري وئيلي چې كه سويډين حكومت د كركې خپرولو حوالې سره خپل قانون بدل نه كړو نو او آئي سي بايد كارروائي وكړي۔ د عرب نیوز پروګرام ’فرینکلی سپېکنګ‘ كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل كه د سویډن حکومت انتها خوښو ته د كركې خپرولو اجازه وركوؤنكي قانون كښی بدلون ونكړو نو د او آئي سي لخوا د متفقه پرېكړې …
سويډين اسلامي نړۍ سره خپلې اړيكې خطر سره مخ كوي ٬ د سعودي تجزيه كار خبردارې
جدہ ۔24جولائی(اے پی پی)د سعودي عربستان جيوپوليټيكل تجزيه كار سلمان الانصاري وئيلي چې كه سويډين حكومت د كركې خپرولو حوالې سره خپل قانون بدل نه كړو نو او آئي سي بايد كارروائي وكړي۔ د عرب نیوز پروګرام ’فرینکلی سپېکنګ‘ كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل كه د سویډن حکومت انتها خوښو ته د كركې خپرولو اجازه وركوؤنكي قانون كښی بدلون ونكړو نو د او آئي سي لخوا د متفقه پرېكړې په رامخې ته كېدو به ماته كومه حېراني ونشي۔ د سلمان الانصاری دا تجزيه په يو داسې وخت كښی رامخې ته شوې ده چې كله او آئي سي په کوپن هېګن كښې د عراقي سفارت مخې ته د قرآن پاك د سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ ده زياته كړه چې سويډن لپاره به دا ښه وي چې د يو موټي شرخوښو لپاره 57 هېوادونو سره خپلې اړيكې خرابې نه كړي۔











