مدینه منوره 23 جولائي (اے پي پي) د سعودی د حج اوعمره وزارت وئيلي دي چې د حج فریضه ادا كولو نه پس تر جمعې ورځ مدیني منوري ته 5 لكهه 80 زره 580 حجيان رسيدلې دي۔ د سعودی نشریاتی ادارې له مخې د حج اوعمره وزارت د اړخه جاری شوې رپورټ كښې وئيلي شوې چې د مدیني امیر محمد بن عبدالعزیز نړآوال هوائي ميدان د لارې خپلو هېوادونو ته …
د حج فریضه ادا كولو نه پس 5 لكهه 80 زره څخه زيات حجيان مدیني ته رسيدلې۔ د سعودی د حج اوعمره وزارت
مدینه منوره 23 جولائي (اے پي پي) د سعودی د حج اوعمره وزارت وئيلي دي چې د حج فریضه ادا كولو نه پس تر جمعې ورځ مدیني منوري ته 5 لكهه 80 زره 580 حجيان رسيدلې دي۔ د سعودی نشریاتی ادارې له مخې د حج اوعمره وزارت د اړخه جاری شوې رپورټ كښې وئيلي شوې چې د مدیني امیر محمد بن عبدالعزیز نړآوال هوائي ميدان د لارې خپلو هېوادونو ته تلونكو حجيانو شميره 4 لكهه 18 زره 734 ته رسيدلې ده دغسې تيره ورځ مدیني ته رسيدونكو حجيانو شميره 22 زره 718 وه دغسې وړاندې څخه موجود 28 زره 113 حجيان د جمعي په ورځ مدیني منوري څخه خپلو هېوادونو ته تللي دي۔











