مدينې منورې ته د راغلې حاجيانو شمېره نزدې 4 لكه ته رسيدلې ده٬ د سعودي حج او زيارت كميټي

مدينه منوره 15 (اے پي پي) د سعودي عربستان د حج او زيارت كمېټۍ وئيلي دي چې د حج له فريضې ادا كولو ورسته بېلا بېلو هېوادونو سره د تعلق لرونكو حاجيانو مدينې منورې ته د راتګ لړۍ روانه ده۔ د سعودي خبري اژانس د حج او عمرې كمېټۍ لخوا د جاري شويو شمېرو حوالې سره وئيلي چې تر دې دمه مدينې منورې ته په مجموعي توګه 3 لكه 83 …

مدينه منوره 15 (اے پي پي) د سعودي عربستان د حج او زيارت كمېټۍ وئيلي دي چې د حج له فريضې ادا كولو ورسته بېلا بېلو هېوادونو سره د تعلق لرونكو حاجيانو مدينې منورې ته د راتګ لړۍ روانه ده۔ د سعودي خبري اژانس د حج او عمرې كمېټۍ لخوا د جاري شويو شمېرو حوالې سره وئيلي چې تر دې دمه مدينې منورې ته په مجموعي توګه 3 لكه 83 زره 275 حاجيان رارسېدلې دي۔ دا مهال په مدينه منوره كښې د حاجيانو شمېره 1 لك 55 زره 252 ده كوم چې بېلو بېلو هېوادونو سره تعلق لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د حج ادا كولو نه وروستو حاجيان مدينې منورې ته راځي او دلته څو ورځې پاتې كېدو څخه وروستو خپلو خپلو هېوادونو ته روانېږي۔