جاپاني وزيراعظم فوميوكشيدا به د مينځني ختيز په درې ورځنۍ دوره د جولائي په 16مه نېټه سعودي ته ځي

ټوكيو 14 جولائي (اے پي پي) جاپاني وزيراعظم فوميوكشيدا به د اتوار په ورځ د مينځني ختيز په درې ورځنۍ دوره د جولائي په 16مه نېټه سعودي عرب څخه پېل كوي٬ هغه به د دورې پېل د سعودي عرب څخه كوي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د جاپاني وزيراعظم د دورې مقصد د منطقې هېوادونو او جاپان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول دي۔ د جاپان خارجه وزارت …

ټوكيو 14 جولائي (اے پي پي) جاپاني وزيراعظم فوميوكشيدا به د اتوار په ورځ د مينځني ختيز په درې ورځنۍ دوره د جولائي په 16مه نېټه سعودي عرب څخه پېل كوي٬ هغه به د دورې پېل د سعودي عرب څخه كوي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د جاپاني وزيراعظم د دورې مقصد د منطقې هېوادونو او جاپان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول دي۔ د جاپان خارجه وزارت په خپل ويب پاڼه وئېلي دي چې د جاپان وزيراعظم به د دورې په مهال د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان٬ د متحده عرب امارات صدر محمد بن زايد آلنهيان او د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره ملاقاتونه كوي او دوي سره به د شريكې خوښې نه علاوه په سيمه ايز او نړيوالو چارو او د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په يو شمېر موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه كوي