بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو دې د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيائي لائحو او د سيمه ايزې مرستې اقداماتو سره سمه كړې شي۔ د چين صدر شي جن پنګ د شنګھائي مرستې تنظيم سر مشريزې غونډې ته ورچوئل وېنا

بيجنګ 04 جولائي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيائي لائحو او د سيمه ايزې مرستې اقداماتو سره د سمولو په هڅو زور راوړې دې۔ د ويډيو لنك د لارې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې ته خپل ورچوئل خطاب كښی ده ووئيل د اېس سي او تنظيم غړو له به په …

بيجنګ 04 جولائي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيائي لائحو او د سيمه ايزې مرستې اقداماتو سره د سمولو په هڅو زور راوړې دې۔ د ويډيو لنك د لارې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې ته خپل ورچوئل خطاب كښی ده ووئيل د اېس سي او تنظيم غړو له به په سم لوري روانېدل او يو والي او شريك باور كښې اضافه كول وي٬ ده د نهې په ورځ د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه د تبادلو او يو بل څخه د زده كړو كولو عمل پياوړې كولو او د خلقو ترمينځه نزدې اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده وئيل چين د نړيوالې سلامتيا اقدام عملي كولو له ټولو فريقو سره په ګډه كار كولو او اختلافات حل كولو له خبرو اترو كولو ٬ مشاورت كولو او د نړيوالو او سيمه يزو مسئلو سياسي حل ته وده وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل سيمه ايزې سلامتيا لپاره دې په ګډه يو شېلټر جوړ كړے شي۔ صدر شي د اقتصادي بحالۍ تندولو له د عملي مرستې مخ په وړاندې بوتللو هم زور راوړو۔ ده وئيل چين نړيوال پرمختيائي اقدام نافذ كولو او د اقتصادي عالمګيريت په سم لوري روانولو له ټولو فريقو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ صدر شي ووئيل چې د بېلټ اېنډ روډ انېشي ايټو او د بېلو هېوادونو پرمختيائي لائحو ترمينځه همغږۍ ته دې وده وركړې شي٬ آزاد تجارت او سرمايه كارۍ ته به هم وده وركول وي ٬ د بندر ځايونو بنيادي اډانې او د سيمه ايز او نړيوال لاجسټکس کوريډور تعمير دې ګړندے كړے شي۔ د سيمې صنعتي تسلسل او سپلائي تسلل استحكام او آسان عمل باوري كولو له دې هڅې وكړې شي۔ صدر شي ووئيل چې چين نړيوال تهذيبي اقدام نافذ كولو ٬ د بېلو تهذيبونو يو بل سره امن سره پاتې كېدو ته وده وركولو او د اولس ترمينځه اړيكو مضبوطولو له د ټولو قريقو هركلې كوي۔ ده ووئيل د امن، پرمختګ او ګټې همكارۍ رجحان ودرېدې نه شي او د اېس سي او هېوادونو لخوا سټرېټجک مواصلات او همكاري مضبوطول ٬ اختلافات لرې كولو له مكالمه كول او مسابقت څخه بچ كېدو له مرستې ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ صدر شي د يو بل د بنيادي ګټو احترام كولو او پرمختګ او احيا ترلاسه كولو له د كوټلې همكارۍ په حاجت هم زور راوړو