
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې په منطقه كښې تل پاتې امن د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د غړو هېوادونو ذمه واري ده ٬ د رياستي ترهګرۍ پشمول د هر ډول ترهګرۍ په ضد بشپړه عزم سره په ګډه د دې مخنيوي ته اړتيا ده٬”کنکټيويټي” ته په جديد نړيوال معيشت كښې كليدي اهميت ترلاسه دے٬ دې ته وده وركولو سره معاشي استحکام ترلاسه كېدې شي، سي پېك به په معاشي خوشحالۍ، امن او استحکام كښې ګېم چېنجر ثابت شي، پرمختګ كړې هېوادونو له ماحولياتي بدلون څخه د شوې زيانونو مخنيوي لپاره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو مرسته پكار ده٬ پاکستان به د سږني كال په پايې كښې د مواصلاتو پحقله د اېس سي او غونډې كوربتوب كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو 23مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه٬ د تنظيم آن لائن غونډه د هند په كوربتوب كښې شوې چې پكښې د اېس سي او د غړو هېوادونو مشرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كړې۔ په دې موقع وزيراعظم خپله وېنا كښې قزاخستان ته د تنظيم په غړيتوب ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره د ايران صدر ابراهمي رئيسي ته هم د تنظيم د بشپړه غړي په جوړېدو مباركي وركړه او د ايران شموليت ئې خوشبينه وګرځولو۔ وزيراعظم ووئيل د اېس سي او غونډه په داسې وخت كښې كېږي كله چې نړۍ معاشي او د سلامتيا چېلنجز سره مخ ده۔ ده ووئيل شنګھائي مرستې تنظيم له امن، استحکام، سلامتيا او د پرمختګ پحقله خپل كردار زياتول پكار دي۔ ده ووئيل ٬”کنکټيويټي” ته په جديد نړيوال معيشت كښې كليدي اهميت ترلاسه دے٬ كنكټيويټي لپاره به سرمايه كاري كول وي٬ د ټرانسپورټ راهدارۍ جوړولو د لارې معاشي استحکام ترلاسه كېدې شي۔ ده سي پېك معاشي خوشحالۍ، امن او استحکام لپاره ګېم چېنجر ګرځولو سره ووئيل دا د بېلټ اېنډ روډ اهمه منصوبه ده۔ ده ووئيل پاكستان يو ځانګړې جغرافيائي حېثيت لري٬ د سي پېك له مخې خاص اقتصادي زون جوړولې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ په معامله ډپلوميټك پوائنټ سکورنګ پكار نه دے او د رياستي ترهګرۍ پشمول د هر ډول ترهګرۍ غندنه پكار ده ځكه چې هر ډول ترهګري هېڅ جواز نه لري۔ ده د سياسي اېجنډې له مخې د مذهبي اقليتونه په نښه كولو هم غندنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ او د انتها خوښي خاتمې لپاره به اېس سي او هېوادونو له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ خاتمې لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ په منطقه كښې تل پاتې امن د تنظيم د غړو هېوادونو ذمه واري ده ۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغه دې د افغانستان مرستې لپاره راوړاندې شي۔ ده ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان به په منطقه كښې د معاشي استحكام سبب جوړ شي او دا د اېس سي او مقاصدو ترلاسه كولو لپاره هم ضروري ده۔ وزيراعظم ووئيل اېس سي او په افغانستان رابطه ګروپ كښې اهم كردار لوبوي٬ د نړيوالو مسئلو حل لپاره عالمي يوالي ته اړتيا ده۔ ده ماحولياتي بدلون اهمه مسئله ګرځولو سره ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ له به د ماحولياتي بدلون اثراتو مخنيوي لپاره په ګډه اقدامات كول وي۔ ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي بلدون څخه سخت ځپلې هېوادونو كښې شامل دې٬ پاكستان تېر كال د ماحولياتي بدلون د تباه كن اثراتو سره مخ شوې٬ د سېلاب له امله په سلګونو كسان مړه شوي او د پاكستان معيشت ته د 30 اربه ډالرو نه زيات زيان رسېدلے۔ وزيراعظم د توان او خوراكي توكو په بيعه كښې اضافه نړيواله مسئله ګرځولو سره ووئيل چې د غربت خاتمې لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا مرسته زياتولو ته اړتيا ده