مکه المکرمه ۔26جون(اے پی پی) د سعودی عربستان د ميډيا وزير سلمان الدساري اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی)سره د حج كورېج په لړ كښې همكاري او مرسته تاريخي ګرحولو سر ه وئيلي دي چې دا به لا پراخه او پياوړې كولې شي۔ د اتوار په ورځ سعودي وزير د سعودی پرېس ایجنسۍ (اېس پی اے) ایډېټوریل ډېسک او میډیا سېنټر دورہ وكړه كوم چې بشپړ حج کورېج …
اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان سره حج كورېج همكاري به لا پراخا كولې شي، د سعودي عربستان د ميډيا وزير سلمان الدساري
مکه المکرمه ۔26جون(اے پی پی) د سعودی عربستان د ميډيا وزير سلمان الدساري اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی)سره د حج كورېج په لړ كښې همكاري او مرسته تاريخي ګرحولو سر ه وئيلي دي چې دا به لا پراخه او پياوړې كولې شي۔ د اتوار په ورځ سعودي وزير د سعودی پرېس ایجنسۍ (اېس پی اے) ایډېټوریل ډېسک او میډیا سېنټر دورہ وكړه كوم چې بشپړ حج کورېج باوري كولو له په ځايي هوټل كښې جوړ كړے شوے دے۔ ده ووئيل ” اے پی پی” د پاکستان يوه مهمه اداره ده۔ ده هيله ولرله چې د دواړو په ګټه كښې دا همكاري به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده په منی كښې د ميډيا وزارت لخوا د جوړ كړې شوي اېډېټوریل ډېسک دوره هم وكړه۔ بلخوا د سعودی عرب میډیا وزارت حج سیزن 2023 لپاره ورچوئل پرېس سنټر (وی پی سی) جوړ كړے دے دغسې چې د كلن حج بشپړه كورېج وكړې شي۔ د اعلی معيار مواد وړاندے كړے شي او د خبريالانو كار هم آسان كړې شي۔دا مركز به د يو الېكټرانك پلېټ فارم په توګه كار كوي كوم به چې جو سرکاری ایجنسیو او د حج سیزن احاطه كوؤنكو نیوز آؤټ لېټس لپاره ورچوئل خذمات وړاندې كوي۔ 900 رجسټرډ رپورټرز په پلېټ فارم ډاؤن لوډ كړې شويو خبرونو ٬ عكسونو او وېډيوز څخه استفاده كولې شي او په يو شمېر ژبو كښې ورچوئل پرېس کانفرنسونو كښې برخه اخستې شي۔ په مرکز كښې د رجسټرډ خبريالانو عهدېدارانو سره مركې ٬ د حج سیزن شمېرې يا د كوم قسم سوال او ځواب لپاره خواستونه هم جمع كولې شي











