مكه مكرمه 24 جون(اے پی پی)د سعودي د روغتيا وزارت وئېلي دي چې مني الشارع الجديد روغتون د حج كونكو طبي معائنې او درملني آسانيو لپاره په بشپړه توګه تيار كړې شوي۔د سعودي ورځپاڼې له مخې د روغتيا وزارت جاري بيان كښې وئېلي دي چې مني شاهراه الجديد روغتون په مشاعر مقدسه كښې د نورو روغتونونو او هېلت سينټرز د لارې روغتيا آسانيو كښې يو دې۔د روغتيا وزارت وئېلي دي …
سعودي عرب٬د حج كونكو طبي آسانيو لپاره مني الشارع الجديد روغتون تيار كړې شو

مزید خبریں
مكه مكرمه 24 جون(اے پی پی)د سعودي د روغتيا وزارت وئېلي دي چې مني الشارع الجديد روغتون د حج كونكو طبي معائنې او درملني آسانيو لپاره په بشپړه توګه تيار كړې شوي۔د سعودي ورځپاڼې له مخې د روغتيا وزارت جاري بيان كښې وئېلي دي چې مني شاهراه الجديد روغتون په مشاعر مقدسه كښې د نورو روغتونونو او هېلت سينټرز د لارې روغتيا آسانيو كښې يو دې۔د روغتيا وزارت وئېلي دي چې مني شاهراه الجديد روغتون په 50 كټونو مشتمل دې چې پكښې 13 ايمرجنسي٬ 2 ریسیسیټیشن او 3 آئسولېشن كټونو نه علاوه ګرمۍ او لمر له امله ځپليو لپاره جلا څانګه ده۔وزارت وئېلي دي چې ايمرجنسي كيسونو مخ نيوي لپاره ابتدائي طبي مرسته او ايمرجنسي وارډ په اړه خاص كټونه وركړې شوي۔روغتون كښې 10 جنرل او سپيشل وارډز هم دي۔په دې كښې 16 كټونه ټولې آسانۍ لري۔د روغتيا وزارت له مخې الشارع الجديد روغتون كښې د ګوردې يونټ هم دې٬ كوم چې په 4 كټونو مشتمل دې٬د روغتون ليبارټرۍ هر ډول ښه آلات هم لري








