جمیکا۔23جون(اے پی پی) د وېسټ انډيز او هند ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 12 څخه تر 16 جولائي په ونډسر پارك ٬ روزو ٬ ډومينيكا كښې پېل كېږي۔ هندي لوبډله به د وېسټ انډيز خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د دوه ټېسټ ٬ درې يو ورځني او پنځه ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو …
د وېسټ انډيز او هند ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ 12 جولائي څخه پېل كېږي
جمیکا۔23جون(اے پی پی) د وېسټ انډيز او هند ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 12 څخه تر 16 جولائي په ونډسر پارك ٬ روزو ٬ ډومينيكا كښې پېل كېږي۔ هندي لوبډله به د وېسټ انډيز خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د دوه ټېسټ ٬ درې يو ورځني او پنځه ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز پېل به 12 جولائي څخه په ډومينيكا كښې كېږي۔ دويم او وروستې ټېسټ مېچ به 20 څخه تر 24 جولائي په کوئینز پارک اوول، پورټ آف سپین، ټرینیډاډ كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز په 27 جولائي باربډوس كښې پېل كېږي۔ دويم مېچ به په 29 جولائي هم په دغه ځايې او درېم او وروستې يو ورځنې مېچ به د اګست په اولنۍ نېټه ټرېنېډاډ كښې كېږي۔ هم دلته به د يو ورځني مېچونو سيريز ختمېدو څخه وروستو هند د كوربه لوبډلې په ضد د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنے مېچ په 3 اګست كوي۔ دويم او درېم ټي ټونټي مېچ به په ترتيب سره په 6 او 8 اګست ګيانا كېږي٬ دغسې څلورم او پنځم مېچ به په ترتيب سره په 12 او 13 اګست سېنټرل بروورډ ریجنل پارک اسټیډیم ټرف ګراؤنډ، لاډر هل، فلورېډا كښې كیږي۔











