دبئی ۔23جون (اے پی پی)د متحده عرب امارات حكومت لويے اختر څخه وړاندې 1500 څخه د زياتو بنديوانو سزا معاف كولو سره د دوئي د خوشې كولو اعلان كړے دے۔ د سعودی خبررسنې ادارې له مخې د دبۍ حاكم شېخ محمد بن راشد آل مکتوم د امارات دبئی زندانونو څخه د بېلو قوميتونو د 650 بنديوانو د خوشې كولو امر كړے دے۔ د دبئی اټارنی جنرل عصام عیسیٰ الحمیدان وئيلي …
امارات د لويے اختر په موقعه 15 سوه څخه د زياتو بنديوانو د خوشې كولو اعلان وكړو
دبئی ۔23جون (اے پی پی)د متحده عرب امارات حكومت لويے اختر څخه وړاندې 1500 څخه د زياتو بنديوانو سزا معاف كولو سره د دوئي د خوشې كولو اعلان كړے دے۔ د سعودی خبررسنې ادارې له مخې د دبۍ حاكم شېخ محمد بن راشد آل مکتوم د امارات دبئی زندانونو څخه د بېلو قوميتونو د 650 بنديوانو د خوشې كولو امر كړے دے۔ د دبئی اټارنی جنرل عصام عیسیٰ الحمیدان وئيلي چې د شېخ محمد دا امر د بنديوانو كورنيو ته د خوشحالۍ ٬ دوئي ته د نوې ژوند پېل كولو موقعه وركولو او د دوئي يو وارې بيا د ټولنې برخه جوړولو كښې د خوښي لرلو عكاسي كوي۔ د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد آل نهيان هم د لويے اختر نه وړاندے د 988 بنديوانو د خوشې كولو امر كړے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې یواے ای كښې په شامل امارتونو كښې هر كال د رمضان المبارك او لويے اختر نه وړاندې د معمولي جرم د سوؤنو په شمېر بنديوانو سزا معاف كولو سره دوئي خوشې كولې شي۔ د دبۍ حاكم شېخ محمد بن راشد آل مکتوم تېر كال د جولائي په 6 م نېټه د لويے اختر نه وړاندې په امارت كښې اصلاحي او تاديبي ادارو څخه د 505 بنديوانو د خوشې كولو امر كړے وو۔









