په مسجد نبويۖ كښې د ښځينه زيارت كوٶنكو رهنمائې لپاره بهترين خدمات وركولې كېږي

مدينه منورہ 21 جون (اے پي پي) د مسجد نبويۖ چارو لپاره د جنرل پريذيډنسي د مېرمنو چارو څانګه په مسجد نبويۖ كښې د ښځينه زيارت كوٶنكو رهنمائې لپاره بهترين خدمات وركوي او څانګه د پروګرام او شېډول له مخې د بهترين سروسز وركولو عزم لري۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې د مېرمنو چارو څانګه مسجد نبويۖ كښې حاضري كوٶنكې ښځينه زيارت كوٶنكې په منظم ډول ساتلو٬ په قواعدو …

مدينه منورہ 21 جون (اے پي پي) د مسجد نبويۖ چارو لپاره د جنرل پريذيډنسي د مېرمنو چارو څانګه په مسجد نبويۖ كښې د ښځينه زيارت كوٶنكو رهنمائې لپاره بهترين خدمات وركوي او څانګه د پروګرام او شېډول له مخې د بهترين سروسز وركولو عزم لري۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې د مېرمنو چارو څانګه مسجد نبويۖ كښې حاضري كوٶنكې ښځينه زيارت كوٶنكې په منظم ډول ساتلو٬ په قواعدو او ضوابطو پوهول٬ لارښودنې او د ښځينه ملازمانو د كاركردګۍ بهترۍ لپاره د تربيې كورسز او د وركشاپس تابيا كولو سره سره ټولو زيارت كوٶنكو سره د خبرو اترو او د رابطې سهولت لپاره دوي ته بېلې ژبې ښودلې او مسجد نبويۖ ته د راتلونكو ته په آسانۍ سره مذهبي فرائض ادا كولو كښې اهم كردار لري چې ورسره ټول زيارت كوٶنكي ته د قواعدو او ضوابطو له مخې خپل مذهبي فرائض ادا كولو كښې مرسته ترلاسه كېږي او دوي كومې پرېشانۍ سره نه مخ كېږي