ملګري ملتونه 20 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو د هېواد له حدونو بهر د سمندري حيات د تحفظ لوظنامې منظوري وركړې او پاكستان د دې اقدام هركلې كړې دې٬ په بېن الحکومتي کنفرنس كښې د بېلو هېوادونو د قامي دائره اختيار نه بهر په سمندري سيمو كښې د حياتياتي تنوع د تحفظ پحقله د قانوني مسودې منظوري وركړې شوه٬ په دې مسوده قانوني مذاكرات څو كلونو راهسې روان ٶ٬ …
ملګرو ملتونو د هېواد له حدونو بهر د سمندري حيات د تحفظ لوظنامې منظوري وركړه ٬ د پاكستان لخوا هركلے
ملګري ملتونه 20 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو د هېواد له حدونو بهر د سمندري حيات د تحفظ لوظنامې منظوري وركړې او پاكستان د دې اقدام هركلې كړې دې٬ په بېن الحکومتي کنفرنس كښې د بېلو هېوادونو د قامي دائره اختيار نه بهر په سمندري سيمو كښې د حياتياتي تنوع د تحفظ پحقله د قانوني مسودې منظوري وركړې شوه٬ په دې مسوده قانوني مذاكرات څو كلونو راهسې روان ٶ٬ پاکستان دا مهمه كاميابي ګرځولې ده٬ د لوظنامې مقصد د بېلو هېوادونو د دائره اختيار نه بهر سيمو كښې د سمندري حياتياتي تنوع تحفظ او پائيدار استعمال باوري كول دي٬ دا سيمه د زمكې د كچې نه تقريباً په نيمه برخه محيط ده۔ په دې لوظنامه خبرې اترې د دوه كالو نه تر زياتې مودې جاري وې خو په تېر مارچ كښې د تعطل نه پس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا جوړ كړې شوې د يو بېن الحکومتي کنفرنس استازي يوې لوظنامې ته سلا شوي۔ دا لوظنامه به په شلم ستمبر په عمومي اسمبلۍ كښې د نړيوالو مشرانو د كلنې غونډې په مهال لاسليك لپاره وړاندې كولې شي او د 60 هېوادونو لخوا د توثيق نه پس به دا نافذ شي











