د شېخ عبدالرحمن السدېس په مشرۍ كښې د ګرېنډ حج سمپوزيم پرانستې غونډه

جده 20 جون (اے پي پي) د شېخ عبدالرحمن السدېس په مشرۍ كښې د ګرېنډ حج سمپوزيم پرانستې غونډه په جده كښې وشوه۔ د نهې په ورځ په غونډه كښې د جح انتظاماتو اړوندو ادارو مشرانو او نمائندګانو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزير سنيټر محمد طلحه محمود او د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو د پاکستان نمائندګي وكړه او د نورو هېوادنوو وزيرانو او استازو هم په سمپوزيم كښې …

جده 20 جون (اے پي پي) د شېخ عبدالرحمن السدېس په مشرۍ كښې د ګرېنډ حج سمپوزيم پرانستې غونډه په جده كښې وشوه۔ د نهې په ورځ په غونډه كښې د جح انتظاماتو اړوندو ادارو مشرانو او نمائندګانو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزير سنيټر محمد طلحه محمود او د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو د پاکستان نمائندګي وكړه او د نورو هېوادنوو وزيرانو او استازو هم په سمپوزيم كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع د سعودي ادارو لخوا استازو ته د حج كال 2023 د انتظاماتو او حج كوونكو لپاره د آسانيو او په محفوظ ډول د حج مناسك ادا كولو په اړه بريفنګ وركړے شو