رام الله 20 جون (اے پي پي) د فلسطين وزيراعظم محمد اشتيه په امريكا زور راوړے دے چې ھغه دې د دوه رياستي حل تحفظ لپاره جدي ګامونه پورته كړي او يو خپلواكه فلسطيني رياست دې تسليم كړي۔ د چين خبري اژانس له مخې د يو سركاري بيان له مخې د فلسطين وزيراعظم دا اپيل د امريكې خارجه څانګه كښې د نزدې ختيز چارو مرستيال خارجه وزير باربراليف په مشرۍ …
امريکا دې دوه رياستي حل له جدي ګامونه پورته كړي٬ د فلسطين وزيراعظم
رام الله 20 جون (اے پي پي) د فلسطين وزيراعظم محمد اشتيه په امريكا زور راوړے دے چې ھغه دې د دوه رياستي حل تحفظ لپاره جدي ګامونه پورته كړي او يو خپلواكه فلسطيني رياست دې تسليم كړي۔ د چين خبري اژانس له مخې د يو سركاري بيان له مخې د فلسطين وزيراعظم دا اپيل د امريكې خارجه څانګه كښې د نزدې ختيز چارو مرستيال خارجه وزير باربراليف په مشرۍ كښې د امريكې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ ده په امريكا زور رواړو چې ھغه دې په نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) كښې شموليت لپاره او په ملګرو ملتونو كښې د “بشپړه غړيتوب” ترلاسه كولو لپاره د فلسطين ملاتړ وكړي









