مدینه منورہ۔19جون (اے پی پی) سعودي چارواكو وئيلي دي چې 7 لكه څخه زيات حج كوؤنكي مدينې منورې ته رارسېدلې دي۔ د سعودي خپرونو ادارې د حج او وزټ كمېټۍ شمېرو حوالې سره وئيلي چې تېره ورځ د زائرینو ټوله شمېره 29,090 وه ٬ په دوئي كښې 25,962 د مدینې منورې پرنس محمد بن عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان د لارې رارسېدلي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې تېره ورځ 556,953 …
7 لكه څخه زيات حج كوؤنكي مدينې منورې ته راورسيدل ٬ سعودي چارواكي
مدینه منورہ۔19جون (اے پی پی) سعودي چارواكو وئيلي دي چې 7 لكه څخه زيات حج كوؤنكي مدينې منورې ته رارسېدلې دي۔ د سعودي خپرونو ادارې د حج او وزټ كمېټۍ شمېرو حوالې سره وئيلي چې تېره ورځ د زائرینو ټوله شمېره 29,090 وه ٬ په دوئي كښې 25,962 د مدینې منورې پرنس محمد بن عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان د لارې رارسېدلي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې تېره ورځ 556,953 عازمین د مدينې منورې حاضرۍ څخه وروستو مكې مكرمې ته روان شول۔ دې څخه يوه ورځ وړاندې په مدينه منوره كښې د مېشته عازمينو شمېره 161,021 ریکارډ كړې شوه۔ په مدينه منوره كښې بېلو طبي مركزونو څخه 32,631 عازمین خذمات او آسانۍ ترلاسه كړې۔









