مكه مكرمه 18 جون (اے پي پي) 11 لكهه څخه زيات حج كونكي سعودی عرب ته رسيدلې دي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د سعودی د حج اوعمره وزارت سیكرټری محمد البیجاوی وئيلي دي چې بيلو هېوادونو څخه تر اوسه 11 لكهه څخه زيات حج كونكي هېواد ته رارسيدلې دي۔د حج اوعمره وزارت سیكرټری ووئيل ’بری، بحری او فضائی لارو د حج كونكو د راتګ سلسله روانه ده۔ بل پلو …
11 لكهه څخه زيات حج كونكي سعودی ته رسيدلي
مكه مكرمه 18 جون (اے پي پي) 11 لكهه څخه زيات حج كونكي سعودی عرب ته رسيدلې دي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د سعودی د حج اوعمره وزارت سیكرټری محمد البیجاوی وئيلي دي چې بيلو هېوادونو څخه تر اوسه 11 لكهه څخه زيات حج كونكي هېواد ته رارسيدلې دي۔د حج اوعمره وزارت سیكرټری ووئيل ’بری، بحری او فضائی لارو د حج كونكو د راتګ سلسله روانه ده۔ بل پلو په زمكيزه لاره تر ګل ورځ به 25 زره څخه زيات حج كونكي هېواد ته راورسيږي دغسې د هغوي د راتګ سلسله به تر څو ورځي روانه وي۔د حج اوعمره سیكرټری ووئيل بيلو هېوادونو څخه نيغ په نيغه د مدینه منوره امیر محمد بن عبدالعزیز انټرنېشنل هوائي ميدان ته راتلونكو حج كونكو شميره 6 لكهه څخه زياته ده۔ تيره ورځ تر جمعي ورځ 7 لكهه څخه زيات حج كونكي مدینه منوره ته راغلي دي چې پكښې زياتره د مسجد نبوی زیارت نه پس مكه مكرمه ته روان شوي۔دا مهال مدینه منوره كښې په مجموعی توګه يو لكهه 47 زره حج كونكي موجود دي دغسې د هغوي د راتګ سلسله روانه ده۔











