خرطوم 18 جون (اے پي پي) د سوډان پايه تخت خرطوم په سوئيل كښې تيره ورځ په يو فضائی بريد كښې د 5 ماشومانو او ميرمنو پشمول 17 كسان مړه شوې دي۔د چین خبررسني ادارې د سوډان د روغتيا وزارت بيان په اړه وئيلي چې د خرطوم په سوئيل كښې الیرموك او میو سيمي فضائی بريدونه شوي او د ابتدائی اندازو له مخې 17 كسان مړه شوې دي،چې پكښې 5 …
د سوډان پايه تخت كښې په فضائی بريد كښې 17 كسان مړه ٬ د سوډان د روغتيا وزارت
خرطوم 18 جون (اے پي پي) د سوډان پايه تخت خرطوم په سوئيل كښې تيره ورځ په يو فضائی بريد كښې د 5 ماشومانو او ميرمنو پشمول 17 كسان مړه شوې دي۔د چین خبررسني ادارې د سوډان د روغتيا وزارت بيان په اړه وئيلي چې د خرطوم په سوئيل كښې الیرموك او میو سيمي فضائی بريدونه شوي او د ابتدائی اندازو له مخې 17 كسان مړه شوې دي،چې پكښې 5 ماشومان ، ميرمني او يو مشر وګړے شامل دې او 25 كورونه تباه شوې دي۔وزارت وئيلي عینی شاهدانو ووئيل خرطوم په سوئيل كښې په سيمو كښې د سوډان پوځ فضائیه د اړخه سخته بمباری شوي دغسې ریپډ سپورټ فورسز ( آر ایس ایف ) الوتكو شكن ټوپكو سره ځواب وركړې په دې مهال آر اېس ایف اعلان كړې چې مونږ د سوډانی پوځ يوه الوتكه رانسكوره كړې۔











