د سعودی ولی عهد او د فرانس صدر ترمينځه ملاقات، تاریخی او سټریټجکي اړيكو جاج واخستلے شو

پیرس 17 جون (اے پي پي) د سعودی عرب ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان د پیرس الیزے محل كښې د فرانس صدر ایمانویل میکرون سره ملاقات کړې،دواړو لارښودو په ټولو څانګو كښې شريكو اړيكو ته ودي وركولو په اړه اقداماتو جاو واخست۔د سعودی نشریاتی ادارے له مخې الیزے محل ته په رسيدو د فرانس صدر د شهزاده محمد بن سلمان هركلے وكړو،دواړو لارښودو خپلو خپلو پلاويو په موجودګۍ كښې …

پیرس 17 جون (اے پي پي) د سعودی عرب ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان د پیرس الیزے محل كښې د فرانس صدر ایمانویل میکرون سره ملاقات کړې،دواړو لارښودو په ټولو څانګو كښې شريكو اړيكو ته ودي وركولو په اړه اقداماتو جاو واخست۔د سعودی نشریاتی ادارے له مخې الیزے محل ته په رسيدو د فرانس صدر د شهزاده محمد بن سلمان هركلے وكړو،دواړو لارښودو خپلو خپلو پلاويو په موجودګۍ كښې د اعلٰیٰ پائې غونډه وشوه۔دواړو لارښودو د سعودی عرب او فرانس تاریخی او سټریټجکي اړيكو او په ټولو څانګو كښې هغه په جديد ډول روانولو د تګلارو جاج واخست،دوي په سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو په نقطه نظر او په دې اړه شريكو هڅو كښې د مرستي په تګلاره هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د فرانس کابیني وزيران او اعلٰی عهديدار هم د ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان هركلې كولو له موجود وو۔