د سعودي عرب او امريکا مشترکه پوځي او فضائي مشقونه پېل شول

رياض 12 جون (اے پي پي) د سعودي عرب او امريکا مشترکه پوځي فضائي مشقونه پېل شوي۔ د سعودي خبررسنې ادارې له مخې د سعودي دفاع وزارت پخپل ټويټ بيان كښې وئيلي دي چې د پوځي مشقونو مقصد د پوځ صلاحيت كښې اضافه كول دي٬ په مشقونو كښې د امريکا د ايئر فورس د اوږد مزل ستراتېژك بمبار جنګي الوتكې "بي۔1 لانسر او اېف۔15" جنګي الوتكې هم ګډون كوي او …

رياض 12 جون (اے پي پي) د سعودي عرب او امريکا مشترکه پوځي فضائي مشقونه پېل شوي۔ د سعودي خبررسنې ادارې له مخې د سعودي دفاع وزارت پخپل ټويټ بيان كښې وئيلي دي چې د پوځي مشقونو مقصد د پوځ صلاحيت كښې اضافه كول دي٬ په مشقونو كښې د امريکا د ايئر فورس د اوږد مزل ستراتېژك بمبار جنګي الوتكې “بي۔1 لانسر او اېف۔15” جنګي الوتكې هم ګډون كوي او فائرنګ فيلډ كښې هدفونه په نښه كولو لپاره اصلي اېمونېشن كارولې شوې۔ د يادونې وړ ده چې په سعودي عرب كښې د مئي په 30مه نيټه هم د خليجي مرستې کونسل غړو هېوادونو د امريكې په ګډون كښې د “اېګل اېمپائر 23” نامې مشتركه مشقونه كړي ٶ٬ په مارچ 2022 كښې هم ايګل اېمپائر 22 نامې امريكې خليج پوځي مشقونه شوې وو