کابل 11 جون (اے پي پي) د افغانستان د خپرونو ادارې رپورټ له مخې کابل كښې فضائي آلودګي په تېره اوونۍ كښې درې چنده زياته شوې۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د افغانستان د خپرونو نجي ادارې د معائنه كنټرول افسر بصير امين د افغان نېشنل انوائرمنټل پروټېکشن اېجنسۍ په اړه ووئيل چې په كابل ښار كښې فضائي الودګي په تېره اوونۍ كښې درې چنده زياته شوې ده او …
کابل كښې فضائي آلودګي تېره اوونۍ كښې درې چنده زياته شوه۔ ځائي ميډيا

مزید خبریں
کابل 11 جون (اے پي پي) د افغانستان د خپرونو ادارې رپورټ له مخې کابل كښې فضائي آلودګي په تېره اوونۍ كښې درې چنده زياته شوې۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د افغانستان د خپرونو نجي ادارې د معائنه كنټرول افسر بصير امين د افغان نېشنل انوائرمنټل پروټېکشن اېجنسۍ په اړه ووئيل چې په كابل ښار كښې فضائي الودګي په تېره اوونۍ كښې درې چنده زياته شوې ده او د مناسب آلاتو د كمي په سبب د دې كمول ډېر ګران شوې دي۔ ده ووئيل چې په تېره اوونۍ كښې چې مونږ كومې شمېرې راجمع كړې دي د ھغې نه برېښي چې دلته فضائي الودګي د صحت د نړيوالې ادارې د معياري هوا د معيار نه زياته شوې ده ۔ د يادونې وړ ده چې د موسمياتي بدلون، كمو بارانونو او د واورې د كم ورېدو د لاسه رامخې ته شوې وچ كالي٬ زيات او غېر مساوي بارانونه٬ او په هوا كښې ذراتو په ښارونو كښې د ماحولياتي آلودګۍ په زياتولو كښې اهم كردار لوبولې وي








