رياض 09 جون(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان وئېلي دي چې د سعودي عرب د سويلين جوهري پروګرام په پروژه كار كوو۔د سعودي خبري اژانس له مخې ده خپل امريكائي همڅنګ انټوني بلنكن سره شريك پرېس كنفرنس كښې د دې خبرې اعلان وكړو چې مونږ خپل سويلين اتومي پروګرام ته وده وركوو او په دې پروګرام كښې د مرستې لپاره امريكې ته ترجيح وركوو۔ده ووئيل چې …
د سويلين اتومي پروګرام په پروژه كار كوو۔د سعودي خارجه وزير

مزید خبریں
رياض 09 جون(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان وئېلي دي چې د سعودي عرب د سويلين جوهري پروګرام په پروژه كار كوو۔د سعودي خبري اژانس له مخې ده خپل امريكائي همڅنګ انټوني بلنكن سره شريك پرېس كنفرنس كښې د دې خبرې اعلان وكړو چې مونږ خپل سويلين اتومي پروګرام ته وده وركوو او په دې پروګرام كښې د مرستې لپاره امريكې ته ترجيح وركوو۔ده ووئيل چې اګرچې ځينې نور هېوادونه هم په دې كښې خوښي څرګندوي خو مونږ د نړۍ ښه ټېكنالوجۍ سره خپل پروګرام وضعه كول غواړو او د دې لپاره به د يو خاص لوظنامې ضرورت وي۔ده ووئيل چې امريكې سره په ځينې چارو زمونږ اختلافات دي٬ځكه مونږ د يو داسې طريقه كار په لټون كار كوو چې د لارې يې مونږ د سويلين په اتومي ټېكنالوجۍ په ګډه كار وكړو۔ده وئيل چې مونږ په دې پروګرام د مخ په وړاندې تللو اراده لرو








