د ترکيه صدر رجب طيب اردوان به د جون په درېمه نېټه په درېم ځل د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي

انقره 31 مئي (اے پي پي) د ترکيه نوے ټاكلے شوے صدر رجب طيب اردوان به د جون په درېمه نيټه په درېم ځل د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي او زيات امكان دا ښكاره كړې شوې دې چې نوې كابينې به د جون په څلورمه نيټه خپل سوګند پورته كړي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې رپورټ له مخې صدر رجب طيب اردوان به د خالي په ورځ سوګند پورته …

انقره 31 مئي (اے پي پي) د ترکيه نوے ټاكلے شوے صدر رجب طيب اردوان به د جون په درېمه نيټه په درېم ځل د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي او زيات امكان دا ښكاره كړې شوې دې چې نوې كابينې به د جون په څلورمه نيټه خپل سوګند پورته كړي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې رپورټ له مخې صدر رجب طيب اردوان به د خالي په ورځ سوګند پورته كوي۔د واكمن جسټس اينډ ډيولپمنټ پارټۍ (اے کے پي) وياند عمر چيلك وئيلي دي چې د رجب طيب اردوان د سوګند پورته كولو نه سمدستي وروسته به د نوې كابينې اعلان كولې شي٬ د يادونې وړ ده چې په موجوده كابينه كښې يوازې درې وزيران په خپلو چوكو د پاتې كېدو امكان دې چې پكښې د خارجه٬ داخله او د دفاع چارو وزيران شامل دي