واشنګټن 30 مئي (اے پي پي) امريکا او سعودي عربستان د سوډان پوځ او د رېپډ سپورټ فورسز (آر اېس اېف) ترمېنځه د ډز بندۍ په لوظنامه كښې د 5 ورځو د پراختيا هركلے كړے دے۔ د سعودي ميډيا له مخې افريقائي چارو لپاره د امريكې د خارجه څانګې دفتر وئيلي دي چې په سوډان كښې د ډز بندۍ پراختيا سره به د بشري مرستې او بنيادي خدماتو بحالۍ لپاره …
د سوډان پوځ او د آر اېس اېف ترمېنځه په ډز بندۍ كښې د 5 ورځو پراختيا٬ د سعودي او امريكې لخوا هركلے

مزید خبریں
واشنګټن 30 مئي (اے پي پي) امريکا او سعودي عربستان د سوډان پوځ او د رېپډ سپورټ فورسز (آر اېس اېف) ترمېنځه د ډز بندۍ په لوظنامه كښې د 5 ورځو د پراختيا هركلے كړے دے۔ د سعودي ميډيا له مخې افريقائي چارو لپاره د امريكې د خارجه څانګې دفتر وئيلي دي چې په سوډان كښې د ډز بندۍ پراختيا سره به د بشري مرستې او بنيادي خدماتو بحالۍ لپاره نور وخت ترلاسه شي۔ د يادونې وړ ده چې د سوډان پوځ او آر اېس اېف وئيلي دي چې مونږ د سعودي عرب او د امريکا په ثالثۍ كښې د يوې اوونۍ د جنګ بندۍ په لوظنامه كښې په پراختيا غور كوؤ چې مقصد ئې د بشري مرستې كولو اجازه وركول دي٬ د جنګ بندۍ تېره لوظنامه د ګل په ورځ ماښام ختمه شوې








