د مصري صدر خپل ترك همڅنګ سره ټېلي فوني تماس

قاهره 30 مئي (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السېسي خپل ترك همڅنګ رجب طيب اردوان سره د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو په زياتولو او د سفيرانو د تبادلې په پېل كولو موافقت كړے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د مصري ايوان صدر وياند په دې لړ كښې ووئيل چې د عبدالفتاح السېسي او رجب طيب اردوان تر مېنځه د ټېلي فوني تماس په مهال د …

قاهره 30 مئي (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السېسي خپل ترك همڅنګ رجب طيب اردوان سره د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو په زياتولو او د سفيرانو د تبادلې په پېل كولو موافقت كړے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د مصري ايوان صدر وياند په دې لړ كښې ووئيل چې د عبدالفتاح السېسي او رجب طيب اردوان تر مېنځه د ټېلي فوني تماس په مهال د دې خبرې تصديق شوې دې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې دي٬ دواړه د دې لا قوي كولو او شريكې مرستې ته وده وركولو ته سلا شوې دي۔ په دې موقع د مصر صدر په صدارتي ټاكنو په كاميابۍ ترلاسه كولو خپل ترك همڅنګ ته مباركي وركړه۔ د يادونې وړ ده چې د مصر خارجه وزير سامح شکري د خپل ترك همڅنګ مولود چاوش اولو په بلنه د اپرېل په 13مه نيټه د تركيه او ترك خارجه وزير د سفارتي اړيكو د منقطع كېدو نه لس كاله پس تېره مياشت د مصر دوره وكړه۔