علي رضا عنایتي د سعودي عرب لپاره د ايران سفير غوره كړے شو

تهران۔23مئی (اے پی پی) ایران علي رضا عنايتي د سعودي عربستان لپاره خپل سفير غوره كړے دے۔ عرب نيوز د ايران خبري اژانس تر مخه وئيلي دي په سعودي عربستان كښې د سفير په توګه ټاكلے شوے علي رضا عنايتي به د ايران د خارجه وزير د مرستيال په توګه كار كوي۔ ايران د سعودي لپاره د خپل سفير د ټاكنې دا اعلان د روان كال اپرېل مياشت كښې د …

تهران۔23مئی (اے پی پی) ایران علي رضا عنايتي د سعودي عربستان لپاره خپل سفير غوره كړے دے۔ عرب نيوز د ايران خبري اژانس تر مخه وئيلي دي په سعودي عربستان كښې د سفير په توګه ټاكلے شوے علي رضا عنايتي به د ايران د خارجه وزير د مرستيال په توګه كار كوي۔ ايران د سعودي لپاره د خپل سفير د ټاكنې دا اعلان د روان كال اپرېل مياشت كښې د چين په ثالثۍ كښې د تهران او رياض ترمينځه د شوې لوظنامې په نتيجه كښې كړے۔ علي رضا د ايران په خارجه وزارت كښی د عرب خليج چارو د ډائرېكټر جنرل په توګه هم كار كړے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سعودي عربستان په كال 2016 كښې په تهران كښې په خپل سفارت او مشهد كښې په قونصل خانه د مظاهرچيانو بريد څخه وروستو ايران سره سفارتي اړيكې ختمې كړې وې