د سوډان حكومت به د جده لوظنامې بشپړه پابندي كوي۔ د سوډان خارجه دفتر

خرطوم 22 مئی (اے پی پی) سوډان وئيلي دي چې مونږ به د جده امن لوظنامې بشپړه پابندي كوٶ كومه چې د سعودي عرب او امريكې په ثالثۍ كښې شوې۔ د سعودي ميډيا له مخې د سوډان خارجه دفتر وئيلي دي چې سوډان به د جده لوظنامې د ټولو دفعاتو پابندي كوي۔ بيان كښې وئيلي شوې دي چې د ډز بندۍ پحقله جده لوظنامه به ټول مطلوبه هدفونه ترلاسه كوي …

خرطوم 22 مئی (اے پی پی) سوډان وئيلي دي چې مونږ به د جده امن لوظنامې بشپړه پابندي كوٶ كومه چې د سعودي عرب او امريكې په ثالثۍ كښې شوې۔ د سعودي ميډيا له مخې د سوډان خارجه دفتر وئيلي دي چې سوډان به د جده لوظنامې د ټولو دفعاتو پابندي كوي۔ بيان كښې وئيلي شوې دي چې د ډز بندۍ پحقله جده لوظنامه به ټول مطلوبه هدفونه ترلاسه كوي چې ورسره به د سوډاني اولس ستونزې كمې شي۔ د يادونې وړ ده چې د سوډان پوځي ډلې د لنډې مودې جنګ بندۍ يوې نوې لوظنامې ته سلا شوې دي۔ امريكې او سعودي عرب خپل مشتركه بيان كښې وئيلي دي چې په جده كښې د سوډان پوځ او رېپډ سپورټ فورسز د ډز بندۍ اووه ورځنۍ لوظنامه لاسليك كړې ده كومه چې د ګل په ورځ د ځائي وخت له مخې 9:45 بجے څخه نافذ كېږي۔بيان كښې وئيلي شوې دي چې كه چډلې متفق شي نو د ډز بندۍ موده كښې پراختيا كېدې شي۔