کوئټه 19 مئي (اے پي پي) په 34م نېشنل ګېمز كښې په وېمنز هاكي ون يونټ كښې واپډا آرمي ته ماتې وركولو ګولډ مېډل ګټلے دے ۔ په كوئټه كښې په جاري 34م نېشنل ګېمز كښې په وېمنز هاكي ون يونټ فائنل كښې د واپډا او آرمي لوبډلو ترمېنځه مقابله وشوه۔ د مېچ په پېل كښې واپډا ښه لوبه كولو سره د يو اړخيزه مقابلې نه پس د صفر په …
34م نېشنل ګېمز ٬ وېمنز هاكي ون يونټ كښې واپډا آرمي ته په ماتې وركولو ګولډ مېډل وګټلو
کوئټه 19 مئي (اے پي پي) په 34م نېشنل ګېمز كښې په وېمنز هاكي ون يونټ كښې واپډا آرمي ته ماتې وركولو ګولډ مېډل ګټلے دے ۔ په كوئټه كښې په جاري 34م نېشنل ګېمز كښې په وېمنز هاكي ون يونټ فائنل كښې د واپډا او آرمي لوبډلو ترمېنځه مقابله وشوه۔ د مېچ په پېل كښې واپډا ښه لوبه كولو سره د يو اړخيزه مقابلې نه پس د صفر په مقابل كښې په دريو ګولونو ګولډ مېډل پخپله نامه كړو۔ د آرمي وېمنز ډلې د سلورو او اېچ اي سي د پيتلو تمغه ګټلو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ د هاكي فائنل خاص مېلمنې د صوبائي حكومت وياندې فرح عظيم شاہ په دې موقع لوبغاړو له انعامونه وركړل









