د تركيې په ټاكنو كښې چې كوم هم ګوند برے اوموي مونږ به ورسره كار روان ساتو۔امريكا

واشنګټن 18مئی(اے پی پی)امريكې وئېلي دي په رن آف اليكشن كښې چې كوم هم ګوند برے وموي مونږ به ورسره خپل كار روان ساتو۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سپينې ماڼۍ قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان تېره ورځ خبري كنفرنس په مهال وئېلي دي امريكا په تركيه كښې د يو قوي جمهوريت تسلسل غواړي او رن آف اليكشن كښې چې كوم هم ګوند بريالے شي مونږ به ورسره كار …

واشنګټن 18مئی(اے پی پی)امريكې وئېلي دي په رن آف اليكشن كښې چې كوم هم ګوند برے وموي مونږ به ورسره خپل كار روان ساتو۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سپينې ماڼۍ قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان تېره ورځ خبري كنفرنس په مهال وئېلي دي امريكا په تركيه كښې د يو قوي جمهوريت تسلسل غواړي او رن آف اليكشن كښې چې كوم هم ګوند بريالے شي مونږ به ورسره كار روان ساتو۔د يادونې وړ ده په تركيه كښې د اتوار په ورځ شوو صدارتي او پارليماني ټاكنو كښې په اقتدار كښې پاتې كېدونكې صدر رجب طيب اردوان او د هغه ګوند ته معمولي بريا ترلاسه ده خو دوي د كاميابۍ لپاره 50 فيصد رائے نه دي ترلاسه كړي او د هغه مخالف د نيشن الائنس كانديد٬د ريپبلكن پيپلز پارټي لارښود كمال كليچدار اوغلو 49.4 فيصد رائے ترلاسه كړي او هغه هم 50 فيصد رائے نه دي ترلاسه كړي ٬ د دې نه پس به د ټاكنو دوهم پړاؤ د مئي په 28مه نېټه كېږي۔