په سوډان كښې د دواړو ډلو په خبرو اترو زور راوړو ۔د سعودي خارجه وزير

رياض 18مئی(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبدالله د سوډان شخړی حل لپاره د دواړو ډلو خوا لوظ نامه"جده اعلاميه"مستحكم كولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي په سوډان كښې د دواړو ډلو په خبرو اترو زور راوړو۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سوډان صورتحال په اړه د عرب وزارتي رابطه ګروپ غونډې په مهال ده ووئيل ډلې دې په سنجيدګۍ سره خبرې …

رياض 18مئی(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبدالله د سوډان شخړی حل لپاره د دواړو ډلو خوا لوظ نامه”جده اعلاميه”مستحكم كولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي په سوډان كښې د دواړو ډلو په خبرو اترو زور راوړو۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سوډان صورتحال په اړه د عرب وزارتي رابطه ګروپ غونډې په مهال ده ووئيل ډلې دې په سنجيدګۍ سره خبرې وكړي كومو څخه چې د سوډاني اولس مصائب كم شي او د سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره مرستيالې ثابت شي۔په غونډه كښې د مصر او عرب ليګ هېوادونو ګډون كولو۔په غونډه كښې د جده اعلاميه مهمو نكاتو جائزه واخستلې شوه۔په دې اعلاميه كښې په سوډان كښې د وګړو د تحفظ عزم هم شامل دے۔په غونډه كښې د سوډان اعلٰی مفادات په ځاې ساتل او د سوډاني اولس د هيلو او خواهشاتو تر مخه د شخړی په هواري هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔په جده كښې د شوي ملاقات په مهال د مصر خارجه وزارت په سوډان كښې په سمدستي او تل پاتې جنګ بندۍ په اهميت زور راوړے۔