د نړۍ راتلونكې پنځه كلونه تر ټولو ګرم ګرحېدے شي۔ د ورلډ ميټرولوجيکل آرګنائزېشن خبردارے

ملګري ملتونه 18 مئي (اے پي پي) د ماحوليات پحقله د ملګرو ملتونو تنظيم ورلډ ميټرولوجيکل آرګنائزېشن (ډبليو اېم او) خبردارے وركړے چې د نړۍ د راتلونكو پنځو كلونو رېكارډ تر ټولو ګرم ګرځېدے شي ٬ تنظيم وئيلي دي د دې خبرې 98 فيصده امكان دے چې په راتلونكو پنځو كالو كښې د لږ نه لږ يو كال او په مجموعي توګه پنځه كاله موده به زياته ګرمه وي۔ آرګنائزېشن …

ملګري ملتونه 18 مئي (اے پي پي) د ماحوليات پحقله د ملګرو ملتونو تنظيم ورلډ ميټرولوجيکل آرګنائزېشن (ډبليو اېم او) خبردارے وركړے چې د نړۍ د راتلونكو پنځو كلونو رېكارډ تر ټولو ګرم ګرځېدے شي ٬ تنظيم وئيلي دي د دې خبرې 98 فيصده امكان دے چې په راتلونكو پنځو كالو كښې د لږ نه لږ يو كال او په مجموعي توګه پنځه كاله موده به زياته ګرمه وي۔ آرګنائزېشن وئيلې دي د ګرېن هاٶس ګېسونو اخراج او قدرتي موسمياتي عمل٬ موسمياتي پېټرن “اېل نېنو” به په مشتركه اثر سره د كال 2023 نه تر كال 2027 د حرارت درجه كښې د اضافې سبب جوړېږي۔ د ډبليو اېم او عمومي سېكتر پېټري ټالاس وئيلې دي په راتلونكو مياشتو كښې “النېنو” څخه د ګرمۍ د چپې پېدا كېدو امكان دے كومه چې به د حرارت نړيواله درجه نامعلوم صورتحال پلو بيائې٬ النېنو او لانينا داسې ماحولياتي پېټرن دي كوم چې د نړۍ په زياتره منطقو كښې د موسم د شدت سبب جوړېږي٬ النېنو په عامه توګه د حرارت په نړيواله درجه كښې اضافه كوي او د لانينا له امله يخني زياتېږي