د سوډان پوځ ویلي چې هغه د بهرنیو سفارتونو له لوټلو سره هیڅ تعلق نه لري۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان پوځ ټینګار کړے چې وسله وال ځواکونه په هېواد کښې د بدامنۍ روانه وضعه كښې وسله وال ځواكونه سفارتي مشنونو له د امنیت په برابرولو کښې پاتې راغلي دي۔ د پوځ وېنا ده چې په سفارتونو د بريدونو تور په پوځ لګول كوم جواز …
د بهرنیو سفارتونو له لوټلو سره هیڅ تعلق نه لرؤ٬ سوډاني پوځ

مزید خبریں
د سوډان پوځ ویلي چې هغه د بهرنیو سفارتونو له لوټلو سره هیڅ تعلق نه لري۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان پوځ ټینګار کړے چې وسله وال ځواکونه په هېواد کښې د بدامنۍ روانه وضعه كښې وسله وال ځواكونه سفارتي مشنونو له د امنیت په برابرولو کښې پاتې راغلي دي۔ د پوځ وېنا ده چې په سفارتونو د بريدونو تور په پوځ لګول كوم جواز نه لري٬ مونږ په سفارتونو شوې بريدونو سره هېڅ تعلق نه لرؤ۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې په سفارتونو د بريد تور په بې لارې شوې رېپډ سپورټ فورسز لګولے شوے كوم چې رپورټونو او د عېني شاهدينو په بيانونو اډانه لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په سوډان كښې يوې مياشتې راهېسې د پوځ د دوه ډلو ترمينځه د روانې كورنۍ جھګړې په نتيجه كښې په لويه كچه د لوټمارۍ او شوكو پېښې رامخې ته شوي دي چې تور يۍ دواړه اړخونو په يو بل لګوي۔








