حېدرآباد۔17مئی(اے پی پی) په هند كښې مسلمانان په تھاڼو او زندانونو كښې هم محفوظ نه دي٬ دوئي تشدد سره مخ كولې او له لمونځ څخه منع كولې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د تلنګانه رياست په چيرله پلي سنټرل زندان كښې يو مسلمان په زندان كښې د چارواكو د تشدد نه تنګ راتللو سره د ځان وژلو هڅه وكړه۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې …
هند ٬ مسلمانان د زندان دننه هم محفوظ نه دي ٬ تشدد سره مخ كولې لمونځ څخه منع كولې شي

مزید خبریں
حېدرآباد۔17مئی(اے پی پی) په هند كښې مسلمانان په تھاڼو او زندانونو كښې هم محفوظ نه دي٬ دوئي تشدد سره مخ كولې او له لمونځ څخه منع كولې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د تلنګانه رياست په چيرله پلي سنټرل زندان كښې يو مسلمان په زندان كښې د چارواكو د تشدد نه تنګ راتللو سره د ځان وژلو هڅه وكړه۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو مسلمان بنديوان سيد غفور خپل حالت جج ته بيان كړو۔ ده ووئيل 5 ورځې زه يوازې په اوبو ژوندے پاتے شوے يم او اوس زه نور ژوندے پاتے كېدل نه غواړم۔ ده ووئيل سپرنټنډنټ زه د سرفو په اوبو څښلو مجبور كړے يم۔ ده ووئيل مسلمانان بنديان لمونځ ته هم پرېښودلے نه شي۔ بلخوا په عدالت كښې موجود وكيلانو د غفور د بيان تصديق كولو سره د سپرنټنډنټ د ظلم زياتي ذكر وكړو۔ غفور عدالت ته دا هم ووئيل چې كه زه ځان وژنم نو ددې ذمه وار به يوازې د زندان سپرنټنډنټ سنتوش كمار رائے وي۔








