د يوکرائن عسكر به د عصري امريكائي ټانكونو تربيې لپاره المان ته لېږلې شي۔ پېنټاګون

واشنګټن 16 مئي (اے پي پي) پېنټاګون وئيلي دي چې يوكرائن ته د 31 اېم ون ابرامس ټانكونو وركولو نه وړاندې به د يوکرائن عسكر به تربيې لپاره المان ته لېږلې شي۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخې د پېنټاګون پرېس وياند پيټرك رائډر ووئيل ټانكونه د المان ګرافن ووير ښار ته رسولے شوې دي او د دې د چلولو تربيې لپاره به ډېر زر د يوكرائن عسكر المان …

واشنګټن 16 مئي (اے پي پي) پېنټاګون وئيلي دي چې يوكرائن ته د 31 اېم ون ابرامس ټانكونو وركولو نه وړاندې به د يوکرائن عسكر به تربيې لپاره المان ته لېږلې شي۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخې د پېنټاګون پرېس وياند پيټرك رائډر ووئيل ټانكونه د المان ګرافن ووير ښار ته رسولے شوې دي او د دې د چلولو تربيې لپاره به ډېر زر د يوكرائن عسكر المان ته لېږلے شي۔ د يادونې وړ ده چې امريكې د دې نه وړاندې په جنورۍ كښې اعلان كړې ٶ چې يوكرائن ته به د جديد وسلې ټانكونه وركولے شي چې پكښې به اېم ون اے ون ابرامس قسم ټانك شامل وي