په نېشنل ګمېز كښې د بېس بال ايونټ د مئي په 17 مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد۔16مئی(اے پی پی) په نېشنل ګمېز كښې د بېس بال ايونټ به د مئي 17 مې څخه تر 20 مې نېټې په كوئټه كښې كولې شي۔ د اسلام آباد بېس بال اېسوسي اېشن صدر طاهر محمود پاپا وئيلي چې په ايونټ كښې ګرد هېواد څخه 9 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې پاکستان آرمی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، هائراېجوکیشن کمېشن، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبرپختونخوا او د اسلام آباد لوبډلې شاملې دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد لوبډله به كه پاك پروردګار ته منظور وي د نېشنل ګېمز بېس بال ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي ولې چې لوبغاړو يۍ په زړه پورې خواري كړې ده۔