سوډان كښې د كورنۍ جګړې له امله د مړو شميره 604 ته ورسيده۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 10مئي(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي چې سوډان كښې د كورنۍ جګړې له امله د مړو شمېره 604 ته رسېدلې ده او د كورنۍ جګړې له امله وګړي په كډه كولو مجبور شوي۔ د ترکيې خبر رسني ادارې له مخې د ملګرو ملتونو جنېوا آفس انفارمېشن یونټ پریس اینډ فارن ریلیشن ډیپارټمنټ مشر رولانډو ګومز د خالي په ورځ وئيلي چې سوډان كښې د پوځ او ریپډ سپورټ …

ملګري ملتونه 10مئي(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي چې سوډان كښې د كورنۍ جګړې له امله د مړو شمېره 604 ته رسېدلې ده او د كورنۍ جګړې له امله وګړي په كډه كولو مجبور شوي۔ د ترکيې خبر رسني ادارې له مخې د ملګرو ملتونو جنېوا آفس انفارمېشن یونټ پریس اینډ فارن ریلیشن ډیپارټمنټ مشر رولانډو ګومز د خالي په ورځ وئيلي چې سوډان كښې د پوځ او ریپډ سپورټ فورسز(آر اېس ایف) ترمينځه د 15 اپریل څخه روانو نښتو كښې د مړو شميره 604 ته رسېدلې ده۔د روغتيا نړيوالې ادارې وياند طارق جساریوچ وئيلي چې سوډان كښې د روان تاؤ ترېښوالي له امله د مړو شمېره 604 او د ژوبل كسانو شمېره 5,127 ته رسېدلې ده۔ د انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن وياند پال ډلون ووئيل سوډان كښې د تاؤ ترېښوالي په مهال 7 لکهه كسان بے كوره شوي۔