د اسرائيلي پوځ په غزه بريد٬ د فلسطيني تنظيم اسلامي جهاد د درېو كمانډرانو او څلورو ماشومانو په ګډون 12 وګړي شهيدان ٬ 20 ژوبل

مقبوضه بېت المقدس ۔9 مئی(اے پی پی) په غزه د اسرائيلي پوځ بريد په نتيجه كښی د فلسطيني تنظيم اسلامي جهاد د درېو كمانډرانو او څلورو ماشومانو په ګډون 12 وګړي شهيدان او 20 ژوبل شوي دي۔ په بريد كښې د اسرائيلي فضائيې 40 جنګي الوتكو برخه اخسته۔ د برطانېي خبري اژانس د فلسطين د روغتيا څانګې تر مخه وئيلي دي اسرائیلی پوځ د نهې په سهار په غزه بريد …

مقبوضه بېت المقدس ۔9 مئی(اے پی پی) په غزه د اسرائيلي پوځ بريد په نتيجه كښی د فلسطيني تنظيم اسلامي جهاد د درېو كمانډرانو او څلورو ماشومانو په ګډون 12 وګړي شهيدان او 20 ژوبل شوي دي۔ په بريد كښې د اسرائيلي فضائيې 40 جنګي الوتكو برخه اخسته۔ د برطانېي خبري اژانس د فلسطين د روغتيا څانګې تر مخه وئيلي دي اسرائیلی پوځ د نهې په سهار په غزه بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ 12فلسطينيان شهيدان او 20 ژوبل شوي ۔ د اسلامی جهاد وسله وال ونګ د درېو كمانډرانو د شهادت تصديق كولو سره وئيلي دي مونږ به كله هم خپل مشن څخه وروستو نه شوو۔ فلسطيني خارجه وزارت د اسرائيلي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي د سلامتيا او استحكام ترلاسه كولو يواځنۍ لاره د خبرو اترو د لارې سياسي حل دے۔ بلخوا د اسرائيلي پوځ وېنا ده چې مونږ د اسلامي جهاد درې مشران كمانډران په نخښه كړي دي۔ دا هم وئيلې شوي چې اسرائیلی پوځ د خفیه ادارې شین بېت سره په ګډه غزه كښې د اسلامي جهاد مشرتابه په نخښه كړے