کراچی۔7مئی (اے پی پی) د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم د يو ورځني نړيوالو مېچونو سلیزه پوره کړه، هغه 32م پاکستانے لوبغاړے دے چې دا ویاړ یې ترلاسه کړے دے۔ بابر اعظم د اتوار په ورځ د نيوزلېنډ په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز په 5 م او وروستي مېچ كښې د كېرئير 100 مې مېچ وكړو۔ بابر اعظم په كال 2015 كښې د زمبابوے په ضد د يو …
بابر اعظم د يو ورځني نړيوالو مېچونو سليزه بشپړ كړه

مزید خبریں
کراچی۔7مئی (اے پی پی) د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم د يو ورځني نړيوالو مېچونو سلیزه پوره کړه، هغه 32م پاکستانے لوبغاړے دے چې دا ویاړ یې ترلاسه کړے دے۔ بابر اعظم د اتوار په ورځ د نيوزلېنډ په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز په 5 م او وروستي مېچ كښې د كېرئير 100 مې مېچ وكړو۔ بابر اعظم په كال 2015 كښې د زمبابوے په ضد د يو ورځني مېچونو كېرئير پېل كړے وو۔ ده د كركټ په 8 كلن سفر كښې يو شمېر نړيوال ريكارډونه په خپل نوم كړل۔ دا مهال دې د كركټ په نړۍ كښې تر ټولو زيات غوره بېټرز كښې شمېرلے شي۔ د كېرئير 100 م يادګار جوړولو كښې ناكامه پاتے شو او په يو رنز آؤټ شو۔ بابر اعظم په 100 یو ورځنیو مېچونو کښې 5089 رنز جوړ كړې دي چې په كښې 18 سلیزې او 26 نیمې سلیزې شاملې دي، بابر اعظم د نیوزی لېنډ په ضد په څلورم یو ورځني مېچ كښې په زړه پورې سلیزه ووهله، ده نه یواځې دا چې تر ټولو چټک 5000 رنز پوره کړل بلكه زياتې تندۍ سره د 18 سليزو وهلو نړیوال ریکارډ يۍ هم په خپل نوم كړو۔ د پاكستان لخوا تر ټولو زيات يو ورځني مېچونه شاهد آفريدي كړي دي كوم چې د كال 1996 څخه تر 2015 د كېرئير 393 مېچونو كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده۔







