د سپيكر پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته په نړيوال رېنكنګ كښی د لومړي پوزيشن په ترلاسه كولو مباركي

اسلام آباد۔6مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پاكستان كركټ لوبډلې ته په نړيوال ريكنګ كښې د لومړي پوزيشن په ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د كركټ ملي لوبډله ٬ د مشر نجم سيټي په شمول ټوله اداره او ټول لوبغاړي د مباركۍ مستحق دي۔ د سپيكر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې سپيكر ووئيل پاكستانۍ كركټ لوبډلې په …

اسلام آباد۔6مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پاكستان كركټ لوبډلې ته په نړيوال ريكنګ كښې د لومړي پوزيشن په ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د كركټ ملي لوبډله ٬ د مشر نجم سيټي په شمول ټوله اداره او ټول لوبغاړي د مباركۍ مستحق دي۔ د سپيكر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې سپيكر ووئيل پاكستانۍ كركټ لوبډلې په آئي سي سي رېنكنګ كښې د نړۍ د لومړي لمبر لوبډلې جوړېدو سره د پاكستان نامه روښانه كړې ده۔ سپيكر د کرکټ ځوان لوبغاړي بابر اعظم ته تر ټولو زياتې تندۍ سره د 5000 رنزونو په جوړولو مبارکي ورکولو سره وئيلي دي بابر اعظم د يو ورځني مېچونو په تاريخ كښی تر ټولو زيات تندۍ سره 5000 رنزونه جوړؤنكے لوبغاړے جوړ شوے دے٬ دے نورو لوبغاړو لپاره يو ښه مثال دے۔ ده ووئيل پاك پروردګار پاكستاني لوبغاړو ته بلها صلاحيتونه وركړې دي۔ دوئي د لوبې په هره برخه كښې خپل صلاحيتونه په زړه پورې ډول كارولې دي۔ سپيكر ټولې ډلې ته شاباسې وركړو۔

مزید خبریں