ټوله نړۍ كښې 25 کروړه 80 لکهه كسان د غذائی عدم تحفظ ښکار دي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 04 مئي (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئيلي دي چې كال 2022 كښې 25 کروړه 80 لکهه كسان د غذائی عدم تحفظ ښکار شوي۔تيره ورځ جاري شوي ټولي نړۍ كښې د خوراك په بحرانونو د ملګرو ملتونو په رپورټ كښې وئيلي شوي چې كال 2022 كښې تنازعات، موسمیاتی بدلون ، کورونا وائرس وبا اثرات او په یوکرین د روس بريد له امله 58 هېوادونو 25 کروړه 80 لکهه كسان …

ملګري ملتونه 04 مئي (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئيلي دي چې كال 2022 كښې 25 کروړه 80 لکهه كسان د غذائی عدم تحفظ ښکار شوي۔تيره ورځ جاري شوي ټولي نړۍ كښې د خوراك په بحرانونو د ملګرو ملتونو په رپورټ كښې وئيلي شوي چې كال 2022 كښې تنازعات، موسمیاتی بدلون ، کورونا وائرس وبا اثرات او په یوکرین د روس بريد له امله 58 هېوادونو 25 کروړه 80 لکهه كسان د غذائی عدم تحفظ سره مخ شوي۔رپورټ كښې وئيلي شوي چې صومالیه، افغانستان، برکینو فاسو، هيټي ، نائیجیریا، جنوبی سوډان او په یمن كښې وګړي په ولږه مجبور شوي او په دې مهال زيات كسان مړه شوي هم دي۔رپورټ كښې وئيلي شوي چې 25 کروړه 80 لکهه كسانو ته په سمدستي توګه خوراك ته اړتيا ده پرله پسې په څلورم كال د دې كسانو شميره زياتيږي