اسلام آباد۔2مئی(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كښې درېم مېچ سبا د شورؤ په ورځ په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔ پاكستان ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ ګرين شرټس په اولني يو ورځني مېچ كښې نيوزي لېنډ ته په 5 وكټونو او په دويم مېچ كښې په …
د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كښې درېم مېچ سبا كېږي
اسلام آباد۔2مئی(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كښې درېم مېچ سبا د شورؤ په ورځ په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔ پاكستان ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ ګرين شرټس په اولني يو ورځني مېچ كښې نيوزي لېنډ ته په 5 وكټونو او په دويم مېچ كښې په 7 وكټونو ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز په 2-2 سره برابر پاتې شوے ؤ ۔ يو ټي 20 مېچ د باران د لاسه متاثره شوے ؤ ۔ د يو ورځني مېچونو په سيريز كښې د ګرين شرټس مشري بابر اعظم او د مېلمه لوبډلې مشري ټام لیتھم كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم مېچ به په 5مئي او 5م او وروستے مېچ به په 7 مئي كولې شي۔ دا وروستې درې واړه مېچونه به په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔












