په څلورم ټي 20 انټرنېشنل مېچ كښې كپتان بابراعظم په ټاس ګټلو د فېلډنګ كولو پرېكړه وكړه

پېنډۍ 20 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ کرکټ لوبډلو ترمېنځه د سيريز په څلورم ټي 20 مېچ كښې د پاكستان كپتان بابر اعظم په ټاس ګټلو د فېلدنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ په څلورم مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې د فاسټ باٶلر نسيم شاه په ځاے زمان خان د پلېئنګ اليون برخه ګرځولے ، دغسې نيوزي لېنډ هم د جېمز نېشم او بېن لسټر په ځاے هېرني شپلي او كول مېك كوچي په ډله كښې شامل كړي دي۔