د پاكستان او نيوزي لينډ كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم ټي 20 ميچ سبا پينډۍ كښې كيږي

پېنډۍ۔19اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم ټي 20 مېچ سبا د زيارت په ورځ په 20 اپرېل راولپنډي كركټ اسټېډيم كښې كېږي۔ پاكستان ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده۔ په قذافی اسټېډیم لاهور كښې شويو د سريز په درې مېچونو كښې په اولني مېچ كښې ګرين شرټس 88 رنز او دويم مېچ كښی 38 رنز سره كاميابي ترلاسه كړه۔ په درېم مېچ كښې نيوزي لېنډ په زړه پورې كم بېك كولو سره پاكستان ته 4 رنزونو سره ماتې وركړه۔ پاكستانۍ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم او د نيوزي لېنډ لوبډله به د ټام لیتھم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه 5م او وروستې ټي 20 مېچ په په 24 اپرېل هم دې راولپنډي سټېډيم كښې كولې شي۔ ټي 20 سيريز څخه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه په 5 يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ به د اپرېل په 27 مه ٬ دويم په 29 مه ٬ درېم د مئي مياشتې په 3مه٬ څلورم په 5 مه او 5م او وروستې مېچ د مئي په 7 مه نېټه كېږي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به په راولپنډي كركټ سټېډيم او وروستي درې مېچونه به په نېشنل اسټېډيم كراچۍ كښې كولې شي۔