د پاكستان او نيوزي لينډ كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم ټي 20 ميچ په 20 اپريل پينډۍ كښې كيږي

پېنډۍ۔18اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم ټي 20 مېچ په 20 اپرېل راولپنډي كركټ اسټېډيم كښې كېږي۔ پاكستان ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده۔ په قذافی اسټېډیم لاهور كښې شويو د سريز په درې مېچونو كښې په اولني مېچ كښې ګرين شرټس 88 رنز او دويم مېچ كښی 38 رنز سره كاميابي ترلاسه كړه۔ په درېم مېچ كښې نيوزي لېنډ په زړه پورې كم بېك كولو سره پاكستان ته 4 رنزونو سره ماتې وركړه۔ پاكستانۍ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم او د نيوزي لېنډ لوبډله به د ټام لیتھم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه 5م او وروستې ټي 20 مېچ په په 24 اپرېل هم دې راولپنډي سټېډيم كښې كولې شي۔