د كرنل ريټائرډ محمد نعمان نړيوال فټ بالر محمد فضل بلوچ سره غمرازي

اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د پاكستان فټ بال فېډرېشن پخواني غړي كرنل ريټائرډ محمد نعمان٬ پخواني نړيوال فټ بالر جمشېد انور رانا او قومي رېفري نذير خان نړيوال فټ بالر محمد فضل بلوچ سره د كورودانې په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د غمرازۍ جلا جلا پېغامونو كښې دوئي دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔