په المان كښې د سختو بارانونو نه پس د سېلاب په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي

برلن 02 جون (اے پي پي) په المان كښې د سختو بارانونو نه پس د سېلاب په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د المان ځائي مېډيا له مخې مرستندويه ډلو د المان په باوېريا ولايت كښې د يو سېلاب ځپلي كور څخه د دريو كسانو مړي ترلاسه كړي دي او د يوې مېرمنې مړې د يوې نالې څخه ترلاسه شوې۔ د خبر له مخې يو شمېر كسان بې دركه هم دي چې د لټون كار ئې روان دے۔ ځپل شوې سيمې افت ځپلې ګرځول شوې دي