
اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي پاکستان د معاشی تباهۍ اثرات څخه بهر كېږي،اپرېل 2022 كښې چې مونږ حکومت تر لاسه كړو نو پاکستان دیوالیه كيدونكے ؤ۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټویټ كښې د اطلاعات وزېرې مرېم اورنګزیب ووئيل تېر حکومت په تللو كښې خزاني ته د نه برداشت كېدو فیول سبسډی پرېښې وه چې له امله ئې قام ته 100 اربه روپۍ د مياشتي خساره ورپغاړه وه ۔تير كال زمونږ امپورټس 80 اربه او برآمدات 31 اربه ډالره وو،دغسې تېر حکومت د تاریخ تر ټولو لويه 49 اربه ډالره تجارتي خساره پرېښې۔دي ووئيل د ماضي حکومت 17.5 اربه ډالره کرنټ اکاؤنټ خساره لرله ۔پي ټي آئي څلورو كلونو كښې هر كال ریکارډ بجټ خساره لرله ۔ نن د فیډرل، ټریډ او کرنټ اکاؤنټ خسارو پشمول د هېواد معاشی صورتحال كښې ښه والے رامخې ته شوے۔دي ووئيل د شدید معاشي مشکلاتو باوجود مونږ د سېلاب صورتحال مقابله کړې ، د ځپليو مرسته شوې ۔د پي ټي آئي په څلورو كلونو كښې د تاریخی 20 زره اربه قرض ستنولو لپاره مونږ اقدامات كړي۔ دې ووئېل مونږ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام روپۍ زياتي كړي۔مونږ غريبانو له ويړيا اوړه وركړي دغسې چې په ګرانۍ كښې هغوي ته ریلیف ترلاسه شي