ادارو له په خپل حد دننه كار كول پكار دي او د يو بل په كار كښې مداخلت نه دے پكار۔ سيد خورشيد شاه

اسلام آباد 11اپرېل(اے پی پی)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئېلي دي ادارو له په خپل حد كښې دننه كار پكار دے او د يو بل په كار كښې مداخلت نه دے پكار٬د عمران خان انتشار او د اړي ګړي سياست مقصد وفاق او د وفاق برخې كمزور كول دي۔په خپل بيان كښې ده ووئيل د آئين منشاﺀ تل په انصاف اډانه وي او مونږ له په دې منشاﺀ د پوهېدو ضرورت دے۔ده ووئيل عمران خان ټاكنو پلو ځي او بيا استعفٰی وركوي بيا ټاكنو پلو ځي او بيا د اېم اېن ايز څخه استعفٰی اخلي خو د عمران خان دا سياسي لوبه قام ته په اربونو روپو پريوځې۔ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د سياست نه تماشه جوړه شوې۔ده ووئيل د مسئلو حل تل د خبرو اترو د لارې راوځي او د خبرو اترو لپاره د حكومت دروازې هر وخت پرانستې دي۔ده ووئيل عمران خان له خپله انا يو پلو كولو سره د خبرو اترو لاره خپلول پكار ده