د سعودي – ايران سفارتي اړيكو بحاليدل سيمه ييزې سولې له ډير مهم دي٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د سعودي عرب او ايران ترمينځه د سفارتي اړيكو بحالېدل د سيمې امن لپاره ډير مهم دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو خبرې وشوې۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل، پاکستان له سعودي عربستان سره خپلو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي۔ ملاقات كښې بلاول بهټو زرداري سعودي مشرتابه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ هغه په هر مشكل وخت كښې په ملاتړ كولو د سعودي مشرتابه مننه هم وکړه ۔